د اګست پنځمه د ترافیکي څراغونو نړیواله ورځ

د ښارونو د پراخېدو او د موټرو د شمېر له زیاتېدو سره، ترافیکي څراغونه د سړکونو د نظم، د تګ‌راتګ د تنظیم او د ترافیکي پېښو د مخنیوي له مهمو وسایلو څخه ګرځېدلي دي.

د اګست پنځمه، چې د ترافیکي څراغونو نړیواله ورځ ده، د همدې مهم اختراع د ارزښت او اغېز د یادونې لپاره نمانځل کېږي.

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د نړۍ په لویو ښارونو کې د موټرو شمېر په چټکۍ زیات شو او د تګ‌راتګ د منظم سیستم اړتیا جدي احساس شوه.

هغه مهال په څلورلارو کې بې‌نظمي ډېره وه او د ترافیکو د سم مدیریت نشتوالي د ټکرونو او پېښو احتمال لوړ کړی و.

په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د کلیولنډ ښار په یوه څلورلارې کې لومړنی برېښنايي ترافیکي څراغ نصب شو.

دغه سیستم د امریکايي پولیس افسر لېسټر وایر په طرحه جوړ شوی و او موخه یې د موټرو منظم تګ‌راتګ او د ترافیکي پېښو مخنیوی و.

له همدې وروسته ترافیکي څراغونه د نړۍ په ګڼو ښارونو کې دود شول او ورو ورو د ښاري ترانسپورټ او ترافیکو د مدیریت یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځېدل.

نن سبا په ډېری پرمختللو ښارونو کې دا څراغونه د هوښیارو برېښنايي سیستمونو له لارې کنټرولېږي، چې د سړکونو د ګڼې‌ګوڼې له کچې سره سم د شین، ژېړ او سور څراغ وخت تنظیموي.

کارپوهان باور لري چې ترافیکي څراغونه د سړکونو د نظم په ټینګښت، د ترافیکي پېښو په کمولو او د موټرچلوونکو او پليو کسانو د خوندیتوب په تأمین کې مهم رول لري او د ښاري ترانسپورټ د اغېزمن مدیریت بنسټیزه وسیله بلل کېږي.

د اګست پنځمه هر کال د ترافیکي څراغونو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، څو د دې ارزښتناکې اختراع رول د خوندي تګ‌راتګ، ښاري نظم او د خلکو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې لا روښانه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا