د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا: د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له امریکا سره تفاهم شوی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا دارالانشا په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي چې د څو میاشتو مذاکراتو او سیاسي هڅو له پایلې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو تفاهم ته رسېدلي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل شهید رهبر تر لارښوونې، د هېواد د رهبرۍ تر هدایت، د خلکو د پراخ ملاتړ او د وسلهوالو ځواکونو د هڅو په مټ توانېدلی چې د امریکایي ـ صهیونیستي فشارونو او پوځي اقداماتو پر وړاندې خپل دریځ وساتي او د مذاکراتو بهیر مطلوبې پایلې ته ورسوي.
اعلامیه زیاتوي چې د ملي امنیت عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ، د اسلاماباد د مذاکراتو په چوکاټ کې د تفاهملیک متن وروستی شوی او د ترسره شوې هوکړې له مخې به له نن شپې څخه په ټولو جبهاتو کې جګړه او پوځي عملیات په سمدستي او دایمي ډول ودرول شي. همدارنګه د ایران پر وړاندې لګېدلې سمندري محاصره به هم پای ته ورسېږي.
د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې ده چې یاد تفاهملیک د روانې میاشتې په ۲۹مه نېټه په رسمي ډول لاسلیک شي او د وروستۍ هوکړې اړوند نور جزئیات به د مقابل لوري له لوري د ژمنو تر عملي کېدو وروسته وڅېړل شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا په خپله اعلامیه کې د پاکستان او د قطر دولت له هغو هڅو او منځګړیتوب څخه هم مننه کړې چې د مذاکراتو په بریالیتوب او د تاوتریخوالي په کمېدو کې یې ترسره کړي دي.
دا اعلامیه په داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې سیمه د پراخو پوځي او سیاسي ترینګلتیاوو شاهده وه او د جګړې د پای ته رسېدو هر ډول تفاهم د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

