د ایران د سولې د هوکړې اغېز د اسراییل او امریکا پر اړیکو

د اسرائیلي رسنیو راپورونه ښيي چې دغه هېواد په سختو سیاسي او امنیتي شرایطو کې قرار لري. د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ هوکړه پرون اعلان شوې او په نړیواله کچه یې پراخ هرکلی شوی، خو د اسرائیل په رسمي دریځ کې ویل شوي چې دغه هېواد د هوکړې په بهیر کې شامل نه و، هغه موضوع چې د شنونکو په وینا کولای شي د واشنګټن او تلابیب ترمنځ د نظر اختلاف لا زیات کړي.
تر اوسه د اسرائیل د حکومت له لوري رسمي او بشپړ بیان نه دی خپور شوی، خو په اسرائیلي رسنیو کې سختې نیوکې راپورته شوي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسیو د نارضایتۍ څرګندونې شوې دي. ځینو رسنیو هغه د متحدو اړیکو په مدیریت کې د غیر ثابت دریځ لرونکی بللی دی.
دیپلوماټیکې سرچینې وايي چې د اسرائیل د حکومت مشرتابه ټینګار کړی چې د خپلو امنیتي ملاحظاتو په اساس به خپل اقدامات ارزوي او د پوځي حضور په اړه به وروستۍ پرېکړې د خپلو ملي ګټو له مخې کوي. د دفاعي چارواکو له لوري هم ورته دریځونه څرګند شوي دي.
په اسرائیل کې د وروستیو هوایي عملیاتو او پوځي اقداماتو په اړه هم بحثونه زیات شوي، چې یو شمېر نړیوالو رسنیو او دیپلوماټیکو سرچینو هغه د سیمهییزو کړکېچونو د زیاتوالي لامل بللی دی. همدارنګه ځینو سیاسي حلقو ویلي چې دغه ډول اقدامات د کړکېچ د کمېدو پر ځای د لا زیات فشار فضا رامنځته کوي.
په ورته مهال، شنونکي باور لري چې د وروستیو سیاسي پرمختګونو په رڼا کې د واشنګټن او تلابیب ترمنځ اړیکې د بیا ارزونې په پړاو کې دي او راتلونکې ورځې به د دواړو لورو د سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل لپاره مهمې وي.
نیویارک ټایمز د ټرمپ په حواله راپور ورکړی چې هغه د ځینو وروستیو پرمختګونو په اړه له نارضایتۍ یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ځینو اقداماتو له امله د هوکړې د عملي کېدو بهیر اغېزمن شوی دی.
اکسایوس د خپل خبریال په حواله لیکلي چې د امریکا ولسمشر د ځینو وروستیو پوځي اقداماتو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د سیاسي حل لاره لا پېچلې کوي.
په عمومي ډول، اوس تمرکز پر دې دی چې د تازه اعلان شوې هوکړې د عملي کېدو بهیر به څنګه پر مخ ځي او آیا ټول اړخونه به د تاوتریخوالي د کمېدو او د ډیپلوماټیکو لارو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي که نه.

