د ایران د کورنیو چارو وزیر نن اسلاماباد ته ځي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، اسکندر مومني، نن دوشنبه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې اسلاماباد ته ځي.
راپورونه وایي، نوموړی د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، ځانګړی پیغام له ځان سره وړي، چې د سیمې د اوسني وضعیت او اړوندو پرمختګونو په اړه دی.
ټاکل شوې ده چې اسکندر مومني د دغه سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې سیمه له مهمو سیاسي او امنیتي تحولاتو سره مخ ده او د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ وروستي کړکېچونه هم د سیمې پر وضعیت اغېز کړی دی.
شنونکي باور لري چې د دغه سفر موخه د سیمهییزو سلا مشورو پیاوړتیا او د وروستیو تحولاتو په اړه د ګډ دریځ رامنځته کول دي.

