د ایران سپاه: هر برید ته به پراخ او پرېکنده ځواب ورکړل شي

د ایران سپاه پاسداران عمومي قوماندان احمد وحیدي وایي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه دا مهال د چمتووالي تر ټولو لوړې کچې کې دي او د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې به «دروند، پراخ او پرېکنده» غبرګون وښيي.

نوموړي په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، ایراني ځواکونه د توغندیز، هوايي، سمندري، ځمکني، فضايي او سایبري وړتیاوو په ګډون په ټولو برخو کې بشپړ چمتووالی لري او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې توان لري.

هغه ټینګار کړی، که د ایران پر ضد هر ډول نوی اقدام ترسره شي، نو ځواب به یې سخت او ویجاړوونکی وي او اغېزې به یې یوازې تر سیمې محدودې نه پاتې کېږي.

وحیدي زیاته کړې، د وروستۍ «ترکیبي جګړې» پر مهال ایراني ځواکونو د خلکو په ملاتړ د مقابل لوري موخې ناکامې کړې او د هغوی طرحې یې شنډې کړې دي.

هغه همداراز ویلي، د ایران خلک د جګړې او مذاکراتو اړوند روان بدلونونه له نږدې څاري او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد پر ضد احتمالي پلانونه عملي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا