د بدخشان والي وایي د اسلامي نظام د ګډوډولو خوبونه به له ځان سره قبر ته یوسئ

د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي وايي، که د اسلامي امارت مخالفان د نظام او افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه وکړي، خپلې موخې به ترلاسه نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ورځې په مناسبت جوړې شوې مشاعرې او غونډې ته کړې دي.

غزنوي خپلو مخالفانو ته په خطاب کې ویلي، که څوک د اسلامي نظام او افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي، دا موخې به یې له ناکامۍ سره مخ شي.

هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت د هېواد د ثبات، امنیت او ملي حاکمیت ساتنې ته ژمن دی او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به لازم اقدامات ترسره کړي.

د بدخشان والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د امنیتي پېښو او وسله‌والو فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د پنځم کال د پیل په مناسبت د هېواد د ثبات او امنیت پر ساتلو ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا