د جبل‌السراج د سمنټو دویمه ستره کارخونه هره ورځ ۵ زره ټنه سمنټ تولیدوي

د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د پروان ولایت د جبل‌السراج د سمنټو دویمه ستره کارخونه په عصري ټکنالوژۍ او نړیوالو معیارونو طرحه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

د شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، د کارخونې د جوړولو او تمویل ټول لګښت د ملي پراختیا شرکت له لوري ورکول کېږي. همداراز د کلینکر تولید، د سمنټو پروسس او بسته‌بندي به په بشپړ ډول د هېواد دننه ترسره کېږي، چې ورسره به پر وارداتي سمنټو اتکا راکمه او کورني تولیدات به پیاوړي شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د اتومات تولیدي سیستم او د چاپېریال ساتنې نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي، څو د سمنټو کیفیت لوړ او د چاپېریال ککړتیا تر ممکنه کچې راکمه شي.

ملي پراختیا شرکت ویلي، د دغې کارخونې په فعالېدو سره به د هېواد د ودانیز سکتور اړتیاوې په ښه ډول پوره، د سمنټو بیې متوازنې، کاري فرصتونه زیات او د افغانستان صنعتي ظرفیت لا پیاوړی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا