د جلالآباد ـ تورخم لویې لارې د اساسي رغونې او قیر اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت ویلي، د جلالآباد ـ تورخم لویې لارې د اساسي رغونې او قیر اچونې چارې عملاً پیل شوې او دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، دغه پروژه ۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاتې برخو د رغونې چارې یې د څه باندې ۸۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د پروژې چارې د ۲۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. همداراز د ننګرهار د ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي د قیر اچونې له روان بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.
جلالآباد ـ تورخم لویه لاره د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي چې د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې مهم رول لري. د پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت به کم او سوداګریزو فعالیتونو ته به لا ښه زمینه برابره شي.

