د حج له لګښتونو پاتې پیسې حاجیانو ته بېرته ورکول کېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب ویلي، سږ کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره له ۳۰ زره حاجیانو څخه راټولې شوې پیسې، له ټولو لګښتونو وروسته، اضافه پاتې شوې دي او د ټاکل شوې پرېکړې له مخې به هر حاجي ته خپله برخه بېرته ورکړل شي.

نوموړي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د پاتې پیسو د بېرته ورکولو» غونډې پر مهال وویل، د حج مراسمو لپاره ټولټال ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې، چې له دې جملې ۷ میلیارده، ۷۲۳ میلیونه، ۷۴۱ زره او ۵۸۳ اعشاریه ۶۰ افغانۍ لګول شوې دي.

د هغه په وینا، له ټولو لګښتونو وروسته ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره او ۶۱۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ پاتې شوې دي، چې د محاسبې له مخې به هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ټینګار وکړ چې د پاتې پیسو د بېرته ورکړې بهیر به د ټاکل شوي میکانیزم له مخې په شفاف ډول ترسره شي، څو هر حاجي خپله ټاکل شوې اندازه ترلاسه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا