د دفاع وزیر په مشرۍ د امنیتي همغږۍ غونډه ترسره شوه

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون او د شمالختیځ او شماللوېدیځ زون د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوې ده.
د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو پر بشپړ عملي کېدو ټینګار شوی او د شمالختیځ او شماللوېدیځ ولایتونو امنیتي وضعیت هم ارزول شوی دی.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د غونډې پر مهال مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو د بېروزګارۍ کچې راکمولو، د کارموندنې فرصتونو برابرولو او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې د بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل والیانو هم ګډون کړی و.

