د رابرټس سمېت د جنګي جرمونو قضیه تر سپټمبر وځنډېده

اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی چې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) پخواني سرتېري بین رابرټس-سمېت پر ضد د جګړه‌ییزو جرمونو قضیه د ملي امنیتي اندېښنو له امله تر سپټمبر میاشتې پورې ځنډول شوې ده.

په محکمه کې ویل شوي چې د قضیې ځینې محرم اسناد لا هم د ملي امنیت تر محدودیتونو لاندې دي او تر هغو چې د دغو اسنادو د کارونې او ساتنې په اړه پرېکړه نه وي شوې، دفاعي ټیم ته به د بشپړې دوسیې لاسرسی ورنه کړل شي.

رابرټس-سمېت، چې په افغانستان کې د خدمت پر مهال یې د زړورتیا له امله د «ویکتوریا کراس» پوځي مډال ترلاسه کړی، تر اوسه د ځان پر ضد لګېدلو تورونو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو ویلي یې دي چې د محکمې له لارې به خپل نوم سپین کړي.

د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د درې جلا پېښو په تړاو د پنځو جګړه‌ییزو جرمونو تورونو سره مخ دی.

هغه د افغانستان د جګړې له هغو پخوانیو اسټرالیایي سرتېرو څخه دی چې د جګړه‌ییزو جرمونو په تور محاکمه کېږي، او د هر تور لپاره تر ټولو لوړه سزا عمري بند ټاکل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا