د راستنو شویو کډوالو لپاره تر ۳۴ زرو ډېرې استوګنیزې نمرې وېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي چې د راستنو شویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه تر اوسه ۳۴ زره ۱۴۱ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، یوازې تېره پنجشنبه او شنبه په بېلابېلو ولایتونو کې ۲ زره ۱۱ کورنیو ته نوي استوګنیزې نمرې ورکړل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د خبرپاڼې له مخې، په وروستیو وېشونو کې په ننګرهار کې ۵۰۲، کندهار کې ۲۹۴، کندز کې ۳۱۶، هلمند کې ۴۵۳، فراه کې ۱۴۶، فاریاب کې ۱۳۵، غزني کې ۱۰۱، پکتیکا کې ۴۶ او نیمروز کې ۱۸ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې دي.

وزارت وایي، د دې پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د سرپناه اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ځمکو وېش به د شفافو معیارونو او منظور شویو طرزالعملونو له مخې دوام ومومي، څو ټولو مستحقو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا