د روغتیايي سرغړونو له امله یو شمېر مرکزونه تړل شوي

عامې روغتیا وزارت ویلي، په تخار، لغمان او فراه ولایتونو کې یې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې په لړ کې یو شمېر روغتیايي بنسټونه د سرغړونو له امله تړلي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په تخار کې دوه درملتونونه، دوه کتنځایونه، درې الټراسونډ مرکزونه او د معدني اوبو یو تولیدي شرکت د روغتیايي اصولو د نه مراعات له امله تړل شوي دي. همداراز په لغمان کې یو غیرقانوني کتنځای تړل شوی او ۸۹ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په فراه کې هم یو درملتون تړل شوی او ۳۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل د له منځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته لېږدول شوي دي.
عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د خلکو د روغتیا د خونديتوب لپاره به د څارنې او ارزونې بهیر په دوامداره توګه روان وي.

