د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کریمیا ـ کانګو تبې پېښې ۱۷۴ سلنه زیاتې شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال جون میاشت کې افغانستان کې د کریمیا ـ کانګو تبې ۴۸۳ شکمنې پېښې او ۲۱ مړینې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د دغې ناروغۍ پېښې د مې میاشتې په پرتله ۱۷۴.۴ سلنه زیاتې شوې، چې د اندېښنې وړ زیاتوالی ګڼل کېږي.
روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د لوی اختر پر مهال له څارویو سره د خلکو د نږدې اړیکو زیاتوالی او د حلالولو پراخې چارې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
سازمان له هېوادوالو غوښتي چې د څارویو د ساتنې، حلالولو او غوښې د پروسس پر مهال روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول مراعت کړي، څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
روغتیايي چارواکي هم ټینګار کوي چې د کریمیا ـ کانګو تبه یوه خطرناکه ساري ناروغي ده او د وخت پر مهال تشخیص، درملنه او د وقایوي تدابیرو مراعتول کولی شي د مړینې او ناروغۍ کچه راکمه کړي.

