د زمري ۲۴مه؛ د افغانستان په تاریخ کې د بدلون ورځ

پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مه، چې د زمري له ۲۴مې سره برابره ده، اسلامي امارت یو ځل بیا د کابل واګې په لاس کې واخیستې او د هېواد اداره یې پر غاړه واخیسته.
په همدې ورځ هغه نظام پای ته ورسېد چې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ او ملاتړ رامنځته شوی و.
د هېواد ګڼ شمېر وګړي د زمري ۲۴مه د آزادۍ ورځې په توګه یادوي او باور لري چې په دې ورځ افغانستان له بهرني پوځي حضور او ورسره تړلي نظام څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
یو شمېر هېوادوال وايي، د اسلامي امارت په پنځه کلنه دوره کې امنیت ټینګ شوی، جګړې پای ته رسېدلې او خلکو ته د ارام او ډاډمن ژوند زمینه برابره شوې ده.
هغوی دغه موده د هېواد د پرمختګ او ځانبساینې لپاره له مهمو فرصتونو ډکه بولي.
د اسلامي امارت چارواکي هم د خپلې پنځه کلنې دورې مهمې لاسته راوړنې د اسلامي شریعت پلي کېدل، د هېواد په کچه د امنیت ټینګښت، له نړۍوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، اقتصادي وده، د زرګونو پراختیايي او بیارغونې پروژو پلي کېدل، د سیمهییز اتصال پروژو پرمختګ او د سوداګریزو اړیکو پراخېدل بولي.
چارواکي ټینګار کوي چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او ځانبساینې لپاره هڅې روانې دي او د افغانستان د اقتصادي ودې، بیارغونې او له نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
هېوادوال هم په همدې حال کې له اسلامي امارت څخه غواړي چې د خلکو د هوساینې، اقتصادي ودې او هېواد ابادۍ لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي او د افغانستان د پرمختګ لپاره شته فرصتونه لا ښه وکاروي.