د زمري ۲۴مې په ویاړ دولتي پارکونه وړیا اعلان شول

د اسلامي امارت د ریاستالوزرا مقام د شفاهي لارښوونې له مخې، د زمري ۲۴مې، چې د افغانستان د فتحې او له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پنځمه کلیزه ده، په مناسبت کابل کې ټول دولتي تفریحي پارکونه او ځایونه د هېوادوالو پر مخ وړیا پرانیستل کېږي.
د خبرتیا له مخې، دغه تفریحي پارکونه او ځایونه به د زمري له ۲۳مې ماښام څخه د زمري تر ۲۴مې شپې پورې د ټولو هېوادوالو لپاره وړیا وي.
هېوادوال کولای شي په دغه موده کې له یادو تفریحي ځایونو څخه وړیا ګټه واخلي او د آزادۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو او تفریحي پروګرامونو کې ګډون وکړي.

