د سرحدونو وزارت مرستیال بدخشان کې د سرحدي سیمو وضعیت وڅېړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال عنایتالله شجاع بدخشان ته د سفر پر مهال له سیمهییزو او امنیتي مسوولانو سره د سرحدي سیمو وضعیت او د خلکو ستونزې څېړلې دي.
نوموړي په اشکاشم ولسوالۍ کې له سیمهییزو مسوولانو او سرحدي ځواکونو سره هم لیدلي او د سرحدي چارو تنظیم، ادارو ترمنځ همغږۍ او د سرحدي سیمو د وضعیت پر ښه مدیریت یې ټینګار کړی دی.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، شجاع د سرحدي ځواکونو فعالیتونه هم ارزولي او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې د اړینو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

