د سریلانکا په یوه زندان کې نښتې؛ ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

د سریلانکا د نګومبو ښار په یوه زندان کې د رامنځته شویو نښتو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، نښتې د یکشنبې په ورځ د پلازمېنې کولمبو شمال ته د نګومبو په زندان کې پیل شوې او تر دوشنبې پورې یې دوام کړی. روغتیايي مسوولینو ویلي، په وژل شویو کې څلور د زندان ساتونکي او ۱۵ بندیان شامل دي، او لسګونه ټپیان تر درملنې لاندې دي.
د سریلانکا پولیسو د پېښې او مرګژوبلې پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د نښتو اصلي لامل لا هم نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

