د شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي؛ د جنازې مراسم د جولای په څلورمه پیلېږي

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د جنازې او وروستیو مراسمو د ترسره کېدو په اړه نوې جزییات خپاره شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغې سترې دیني او سیاسي څېرې د جنازې مراسم د جولای په څلورمه نېټه په تهران کې پیل شي او د جولای په نهمه نېټه به د ایران په سپېڅلي ښار مشهد کې د وروستیو مراسمو په ترسره کېدو سره پای ته ورسېږي.

راپورونه ښيي چې د مراسمو په لړ کې به د جولای په اوومه نېټه د قم په مقدس ښار کې هم ځانګړي دیني او رسمي مراسم ترسره شي. د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي تمه لري چې د هېواد له بېلابېلو سیمو او د نړۍ له ګڼو هېوادونو څخه دیني عالمان، سیاسي شخصیتونه او زرګونه مینه‌وال په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د ایران په معاصر تاریخ کې له اغېزناکو او مخکښو شخصیتونو څخه شمېرل کېده، چې د اوږدې مودې لپاره یې د ایران اسلامي جمهوریت مشري پر غاړه لرله او د اسلامي نړۍ په سیاسي او دیني ډګرونو کې یې مهم رول ادا کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا