د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ په خوست کې پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ به سږکال د خوست ولایت په رحمتولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ به د جولای په لومړۍ نېټه پیل شي او د ۱۴ ورځو لپاره به دوام ولري.
په سږنیو سیالیو کې به پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې د ملي لوبډلې د مخکښو لوبغاړو ترڅنګ به د کورني کرېکټ ګڼ شمېر ځوان او تکړه لوبغاړي هم پکې ولوبېږي.
شپږیزه لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو کرېکټ سیالیو څخه ګڼل کېږي چې هر کال د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو او د لوبغاړو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت برابروي.

