د عدلیې وزیر: د چارو په ترسره کولو کې اخلاص، صداقت او ژمنتیا اړینه ده

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت د یو شمېر نوو ټاکل شویو مسؤلینو د معرفۍ په مراسمو کې د اخلاص، صداقت او دندې ته د ژمنتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي ویلي، شیخ عبدالحکیم شرعي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د اسلامي امارت د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره اړینه ده هر مسؤل او کارکوونکی خپلې دندې ته په اخلاص، امانتدارۍ او بشپړ مسؤلیت سره کار وکړي، څو ولس ته اغېزمن او غوره خدمتونه وړاندې شي.

د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د منظورۍ له مخې، شیخ رکن‌الدین عتیق د مقام د سلاکار، مفتي ضیاءالحق ثاقب د مدافع وکیلانو د رئیس او مولوي عبدالله کالف د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست اړوند د کار او ادارې د قوانینو د رئیس په توګه معرفي شوي دي.

په مراسمو کې د اسلامي امارت د ادارو د لا پیاوړتیا، د چارو د ښه تنظیم او د مسؤلیتونو د اغېزمن ترسره کولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له نوو ټاکل شویو مسؤلینو غوښتل شوي چې خپلې دندې د اسلامي او اداري اصولو له مخې په غوره توګه پرمخ یوسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا