د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې قانون نافذ شو

د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې قانون، د اسلامي امارت د محترم مشرتابه له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.

د یاد قانون له مخې، د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې ریاست مکلف دی هغه شتمنۍ وساتي چې بې‌سرپرسته پاتې وي او یا هم د غصب، ضایع کېدو او تلفېدو له خطر سره مخ وي، څو د اصلي مالک حقونه خوندي پاتې شي.

د قانون له احکامو سره سم، که اصلي مالک، وارث یا شرعي وکیل مراجعه وکړي، ملکیتونه به د محکمې د حکم له صادرېدو وروسته ورته وسپارل شي. همداراز هغه شتمنۍ چې مالک یې وفات شوی وي او هېڅ شرعي وارث ونه لري، بیت‌المال ته به انتقالېږي.

د عدلیې وزارت مسوولین وایي، د دغه قانون اساسي موخه د غایبو او ورک شویو اشخاصو د ملکیتونو ساتنه، د خلکو د حقوقو خوندیتوب او د احتمالي غصب او ناقانونه تصرف مخنیوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا