د غزني غازی‌خېل پل د بیارغونې غوښتنه شوې

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن سیمې اوسېدونکو او د ترنک رود پر لارې موټرچلوونکو ویلي، وروستیو سېلابونو د غازی‌خېل پل په بشپړه توګه ویجاړ کړی او زرګونه خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له اړوندو ادارو غوښتي چې د راتلونکي ژمي له رارسېدو مخکې د پل د بیارغونې چارې پیل کړي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، غازی‌خېل پل له کلونو راهیسې د خلکو د تګ‌راتګ مهمه لاره وه او د ګیلان ولسوالۍ د شاوخوا ۸۰ کلیو ترڅنګ د غزني د ناوې، د پکتیکا د ډیلې او وازېخوا، او د زابل د نوبهار او شملزو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي هم له همدې لارې تګ‌راتګ کوي.

د خلکو په وینا، د پل نړېدو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، مسافر د سېلابونو پر مهال ساعتونه د سیند پر غاړه انتظار باسي، ناروغان پر وخت روغتیايي مرکزونو ته نه رسېږي او باروړونکي موټر هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي، که پل تر ژمي مخکې ورغول نه شي، د خلکو ستونزې به لا پسې زیاتې شي.

بلخوا، د ګیلان ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي عزیزالله طایب د ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پل د ویجاړېدو موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده.

د هغه په وینا، تخنیکي پلاوي د پل سروې بشپړه کړې او ټاکل شوې د سروې له پای ته رسېدو وروسته د بیارغونې عملي چارې پیل شي.

غازی‌خېل پل د ترنک رود پر هغه مهمه لار پروت دی چې د ګیلان ولسوالۍ بېلابېلې سیمې او د غزني، پکتیکا او زابل یو شمېر ولسوالۍ سره نښلوي او د سیمې د خلکو لپاره ستر ترانسپورتي ارزښت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا