د قبایلي سیمو زدهکوونکو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یو شمېر قبایلي او سرحدي سیمو د زدهکوونکو او د ښوونځیو د فارغانو لپاره د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ګډونوال به د ازموینې د پایلو پر بنسټ د کابل، ننګرهار، کندهار او شیخ زاهد پوهنتونونو په بېلابېلو پوهنځیو کې شامل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ازموینه د کابل پوهنتون په انګړ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړپوړي پلاوي په حضور کې ترسره شوې ده.
د وزارت په وینا، د ازموینې پایلې به په نږدې ورځو کې د وزارت د رسمي وېبپاڼې او نورو رسمي ادرسونو له لارې اعلان شي.
سرچینه ټینګار کوي چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لرې پرتو او سرحدي سیمو زدهکوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول خپل مهم لومړیتوب ګڼي او هڅه کوي د ښوونیزو پروګرامونو له لارې د هېواد د علمي ودې او پرمختګ بهیر پیاوړی کړي.

