د قوشتېپې–درزاب ۵۱ کیلومتره سړک د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي

د ټولګټو وزارت ویلي، د قوشتېپې – درزاب ۵۱ کیلومتره اوږد سړک د اساسي رغونې چارې د یو میلیارد او ۵۱۳ میلیون او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت په چټکۍ سره روانې دي.
د وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، ویلي چې یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د قرارداد له مخې پلې کېږي او رغنیزې چارې یې په درېیو بېلابېلو برخو (لاټونو) کې دوام لري.
د نوموړي په وینا، سړک د جوزجان ولایت له قوشتېپې ولسوالۍ پیلېږي او تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېږي. د پروژې په چوکاټ کې د دوو پلونو، ۱۴۹ پلګوټو او ۴ زره او ۲۵۳ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
حقشناس زیاته کړې چې لومړۍ برخه یې د ۴۴۶ میلیون افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، نږدې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پلګوټو جوړولو چارې پکې بشپړې شوې دي. دویمه برخه د ۴۶۴ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي او تر اوسه یې شاوخوا ۵۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. درېیمه برخه هم د ۶۰۳ میلیون او ۶۸۴ زره افغانیو په ارزښت تر کار لاندې ده او پکې د لسګونو پلګوټو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
ټولګټو وزارت ټینګار کړی چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ترمنځ ترانسپورټي اړیکې پیاوړې شي، د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو لېږد رالېږد به اسانه شي، د خلکو د تګ راتګ ستونزې به راکمې شي او د سیمې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته به زمینه لا زیاته برابره شي.

