د لوګر–میدان وردګ نښلوونکي سړک ۷۱ سلنه چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت ویلي، د لوګر ـ میدان وردګ نښلوونکي سړک د دویم لاټ رغنیزې چارې ۷۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس په وینا، د ۱۴.۱ کیلومتره په اوږدوالي دغه دویم لاټ د لوګر ولایت له کلنګار، شولک او بابوس سیمو څخه په تېرېدو د پل‌علم ښار تر مرکز پورې غځېږي.

همداراز د ۱۷.۴ کیلومتره په اوږدوالي د سړک لومړی لاټ د میدان وردګ ولایت د تنګي درې له «قلعه امیر» سیمې پیلېږي او د لوګر تر کلنګار سیمې رسېږي، چې د رغنیزو چارو پرمختګ یې ۵۷ سلنه ښودل شوی دی.

مسوولین وایي، د یاد سړک په بشپړېدو سره به د لوګر او میدان وردګ ترمنځ ترانسپورټي اسانتیاوې پراخې، تګ راتګ اسانه او د دواړو ولایتونو اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا