د لوی اختر په مناسبت پنځه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

کار او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې او لوی اختر په مناسبت پنځه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دولتي ادارو ټول رسمي کارونه به د جوزا له ۵مې تر ۹مې نېټې پورې ځنډول کېږي او رخصتي به وي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې رسمي ادارې به خپل فعالیتونه د جوزا په ۱۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، بېرته عادي ډول پیل کړي.
یاد اعلان د هېواد په کچه د اختر د رارسېدو او مذهبي مراسمو د ترسره کولو په مناسبت شوی دی، چې له مخې یې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د رخصتۍ زمینه برابره شوې ده.

