د مرکزي زون د امنیتي او ملکي مسؤلینو د همغږۍ غونډه په کابل کې ترسره شوه

د کابل ولایت مقام ویلي، د کابل والي مولوي امین‌الله عبید په مشرۍ د مرکزي زون د ولایتونو د امنیتي او ملکي مسؤلینو د همغږۍ غونډه ترسره شوې ده.

د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان د پلي کېدو، امنیتي وضعیت، د کانونو د قراردادونو، هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د عامه خدمتونو د کیفیت د ښه کولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، ګډونوالو د یادو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره د لا جدي او همغږو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.

د کابل ولایت مقام ټینګار کړی چې د ورته همغږۍ غونډو موخه د ادارو ترمنځ د ګډ کار پیاوړتیا، د چارو چټکتیا، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا