د مطیعالله تراب د مړینې لومړی تلین

نن، چهارشنبه د جولای ۱۵مه، د پښتو ژبې د نامتو ولسي او حماسي شاعر، مطیعالله تراب، د مړینې لومړی تلین دی.
ارواښاد مطیعالله تراب تېر کال د زړه ناروغۍ له امله وفات شو. نوموړی د خپلو ژورو، ولسي او حماسي شعرونو له لارې د خلکو دردونه، احساسات او ملي ارمانونه انځورول او د پښتو معاصر ادب له اغېزناکو شاعرانو څخه شمېرل کېده.
مطیعالله تراب د مولوي رسول دوست زوی او د الله دوست لمسی و. په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کالهخېلو په کلي کې زېږېدلی و. د ژوند ډېره برخه یې په پېښور، د کرمې په صده او وروسته په خوست ولایت کې تېره کړه، چې هلته یې د اهنګرۍ ترڅنګ ادبي فعالیتونه هم کول.
که څه هم تراب تر څلورم ټولګي پورې رسمي زدهکړې کړې وې، خو د خپلې ځانګړې شاعرۍ، روانې ژبې، ملي فکر او اغېزناک بیان له امله یې د میلیونونو پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای خپل کړی و.
د هغه پنځه شعري ټولګې؛ «غبار پر هندارو»، «للمي ګلونه»، «د کاڼي اوبه»، «سپین بغاوت» او «زه په خپل کړي بغاوت باندې پښېمانه نه یم» چاپ او خپرې شوې دي.
ارواښاد مطیعالله تراب، که څه هم له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو شعرونه، فکر او ادبي میراث به یې د پښتو ادب په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی او یاد پاتې وي.

