د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره: د مچیو پالنه د افغان کورنیو لپاره د عاید مهمه سرچینه ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وایي، د مچیو پالنه د افغان ښځو او نارینه‌وو لپاره د کور دننه د عاید ترلاسه کولو اغېزمنه لاره ده او کولی شي کورنیو ته اوږدمهاله اقتصادي ګټه ورسوي.

یاد سازمان د مچیو د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د مې ۲۰مې سره برابره ده، په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د مچیو ساتنه نه یوازې د شاتو د تولید سبب ګرځي، بلکې د اقتصادي ستونزو پر مهال د کورنیو لپاره مهم ملاتړ هم برابروي.

د FAO په وینا، افغان کورنۍ کولی شي په دوو فصلونو کې تر ۵۰ کیلوګرامه شات تولید کړي چې ارزښت یې په کال کې شاوخوا ۴۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.

سازمان زیاتوي، د شاتو د محصول ساتنه او ذخیره کول کورنیو ته دا فرصت ورکوي چې خپل تولید په بېلابېلو وختونو کې وپلوري او د مالي اړتیاوو پر مهال ترې ګټه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا