د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري کمه شوې

د پاکستان د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه د پام وړ راکمه شوې ده.
راپور ښيي چې سیمې ته د پاکستان صادرات ۸.۶۲ سلنه او واردات ۸۸ سلنه کم شوي، چې ټول صادرات ۱۴۷.۹ میلیون ډالرو او واردات ۲۰.۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، د افغانستان له لارې د مهمو ټرانزیټي لارو محدودیتونو د دې کمښت په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولی، ځکه افغانستان د سیمې د سوداګرۍ لپاره له مهمو ترانزیټي دهلېزونو څخه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، هند په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو ستر بازار ګرځېدلی او د افغان صادراتو ارزښت ورته ۷۵۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې پاکستان ته صادرات ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

