د نفتي توکو قراردادونو لپاره افغان پلاوی ایران ته تللی

د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویاند بهار وايي، د دغه ریاست عمومي رئیس په مشرۍ افغان پلاوی ایران ته تللی دی.
د نوموړي په وینا، د پلاوي سفر د نفتي توکو د قراردادونو او له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
بهار زیاتوي، افغان پلاوی به د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ناستې او لیدنې ولري او پر اړوندو موضوعاتو به خبرې وکړي.

