د هرات د امر بالمعروف ریاست د بېحجابۍ له امله د ښځو نیول رد کړل

د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست ویلي، د ښځو د بېحجابۍ له امله د نیولو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او اوازې دي.
د یاد ریاست رئیس شیخ عزیزالرحمن المهاجر ویلي چې تر اوسه هېڅ ښځه د حجاب د نه مراعات له امله نه ده نیول شوې، او د دې ادارې محتسبان یوازې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د حجاب د رعایت په اړه د ارشاد، مشورې او عامه پوهاوي دنده ترسره کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د مسلمانې ښځې لپاره حجاب یو مهم اسلامي اصل دی او اداره د دې اصل د پلي کېدو او عامېدو لپاره د پوهاوي او دعوت له لارې کار کوي.
په ورته وخت کې، د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د جبرئیل په سیمه کې د یوې غونډې پر مهال د حجاب اړوند موضوعاتو په نوم د اعتراض له لارې د عامه نظم د ګډوډولو هڅه شوې وه، خو امنیتي ځواکونو په وخت مداخله کړې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو هڅه دا ده چې د ټولنې ثبات او د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ساتنه په سمه توګه تضمین شي، او ټول وګړي باید د شریعت او قانون په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

