د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه درې برابره لوړه شوې

د ټولګټو وزارت وایي چې د روان کال په ثور میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ټول ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸ زره ۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵ زره ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷ زره ۳۶۹ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۲۲ زره ۸۵۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، له دې مجموعې څخه ۴ زره ۲۴۶ ټنه صادرات جوړوي چې په همدې میاشت کې ثبت شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېر ۱۴۰۴ کال کې ټولټال ۳۳۲٬۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي وو، خو سږ کال ۱۴۰۵ کې دغه کچه ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

د ټولګټو وزارت ویاند زیاتوي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ملي عوایدو د لوړوالي لپاره مهم ګڼل کېږي.

د سرچینې په وینا، د اسلامي امارت ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د انتقالاتو لپاره لا مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا