د ویزو ستونزې؛ افغانستان د مرکزي اسیا والیبال سیالیو کې ګډون ونه کړ

د طلوعنیوز د راپور له مخې، د افغانستان والیبال ملي فدراسیون مسوولانو ویلي چې ملي لوبډله د پاکستان د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله په هغه هېواد کې د مرکزي اسیا زون والیبال سیالیو کې له ګډون پاتې شوې ده.
د افغانستان والیبال ملي فدراسیون ویلي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو ترلاسه کولو لپاره څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو تر اوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ټاکل شوې وه چې د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ سبا (چهارشنبه) د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په کوربتوب د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي.
د فدراسیون مسوولان وايي، د ویزو ستونزې له امله د افغانستان ملي لوبډله ونه توانېده چې په دغو سیمهییزو سیالیو کې ګډون وکړي.

