د ټاپي پروژې د هرات فاز ۵۲ سلنه چارې بشپړې شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ټاپي پروژې د هرات فاز ودانیزې چارې په چټکۍ روانې دي او تر دې مهاله یې نږدې ۵۲ سلنه کار بشپړ شوی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان ویلي، د پروژې په چوکاټ کې تر اوسه ۸۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د نللیکې د تېرېدو لپاره ۱۲۶ کیلومټره مسیر چمتو شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پروژې اړوند ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی او ۳۶.۳ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. هغه زیاته کړې چې د چارو د لا چټکتیا لپاره ۷۲.۳ کیلومټره نوره نللیکه هم د کار سیمې ته لېږدول شوې ده.
ټاپي د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. تمه کېږي د دې پروژې بشپړېدل افغانستان ته د ټرانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د انرژۍ د زیربناوو د پیاوړتیا او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه برابر کړي.

