د چنګاښ په میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۱۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي، د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه واردات، صادرات او ټرانزیټي انتقالات ترسره شوي دي.
د وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، ویلي چې له حیرتان بندر څخه ۴۸۳ زره او ۳۸۸ ټنه، له آقینې بندر څخه ۶۰ زره او ۵۴۶ ټنه، له تورغونډۍ بندر څخه ۷۱ زره او ۹۰۵ ټنه او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰ زره او ۴۶۱ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات هم جوړوي. د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې ۲ زره او ۸۳۸ مټریک ټنه د انارو جوس بهرنیو بازارونو ته صادر شوی دی.
د ټولګټو وزارت ټینګار کړی، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو انتقالاتو او صادراتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه ډېرېږي، ملي عواید زیاتېږي او د هېواد د اقتصادي ودې، ثبات او ځانبساینې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کېږي.
وزارت زیاتوي، هڅې روانې دي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو انتقالاتو د پراختیا لپاره لا مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

