د کابل–پروان دویم لین د پاتې برخو د قیر اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د کابل–پروان دویم لین سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې رسماً پیل شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰.۲ متره پلنوالی لري. د سړک یوه برخه پخوا بشپړه شوې وه، خو پاتې قیر اچونې چارې یې اوس د ۳۴۲ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره د قرارداد له مخې عملي کېږي.

ټولګټو وزارت ویلي، کابل–پروان دویم لین د هېواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه دی، چې پلازمېنه له شمالي ولایتونو سره نښلوي او د خلکو، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې مهم رول لري.

د وزارت په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت به راکم او د ترانسپورټي خدماتو کیفیت به ښه شي، چې ورسره به اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه هم لا پیاوړي شي.

ټولګټو وزارت همداراز ټینګار کړی چې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا ترڅنګ د پخوانیو نیمګړو پروژو د بشپړولو لړۍ هم دوام لري، څو هېوادوالو ته معیاري، خوندي او اغېزمن ترانسپورتي خدمات برابر شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا