د کانکور دویم پړاو بایومتریک سبا پیلېږي
د ازموینو ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور دویم پړاو بایومتریک بهیر سبا پیل کېږي او د ازموینې مرحله به د غویي په ۳۱مه او د غبرګولي په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د ادارې د ویاند ناصرخان شېرزي په وینا، په دې پړاو کې د هېواد ۱۸ ولایتونه له پنجشېر، لغمان، کندوز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل څخه ګډون کوي، سربېره پر دې د نورستان درې حوزې (مرکزي، ختیځ او لویدیځ نورستان) هم په پروسه کې شاملې دي.
شېرزي زیاته کړې، د ګډونوالو بایومتریک ثبت به د غویي په ۲۹مه او ۳۰مه ترسره شي او د ازموینې رسمي بهیر به د غویي په ۳۱مه پیل او د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.
د ننګرهار د ګډونوالو ازموینه به د غبرګولي په دویمه نېټه واخیستل شي.
د نوموړي په وینا، د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم پاسانو ځانګړې ازموینه به د کانکور له څلورو پړاوونو وروسته تنظیم شي.
همداراز ویل شوي، په نورستان، بامیان او غور ولایتونو کې به د علمای کرامو د سویې تثبیت ازموینه هم ترسره شي.






