د کرنې وزیر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي اسحق صاحب‌زاده، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رییس ملا عبدالحق همکار او د اړوندو ادارو یو شمېر نور مسوولین هم شامل دي.

د سرچینې په وینا، د دغه سفر موخه له ترکمنستان سره د کرنې، انرژۍ، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا