د کندهار او فراه ګمرکونو کې درې نوې تلې نصب شوې

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او ګمرکي چارو د چټکتیا په موخه، په کندهار او فراه ګمرکونو کې درې لوړتناژ تلې نصب او ګټېاخیستنې ته سپارلې دي.
وزارت په اېکسپاڼه کې ویلي، د دغو تلو پر نصب شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې یوه یې کندهار محصولي ګمرک او دوه نورې فراه ګمرک کې نصب شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هره تله ۱۲۰ ټنه وزن سنجوي، ۲۲ متره اوږدوالی او درې متره پلنوالی لري.
د څارنې او کنټرول لپاره هرې تلې ته پنځه امنیتي کمرې هم نصب شوې چې د وزن پاڼه کې د موټر انځور چاپولی شي.
وزارت وایي، د دغو تلو په فعالېدو سره به د سوداګریزو محمولو وزن په دقیق ډول معلوم، د اضافي وزن او ګمرکي عوایدو له ضایع کېدو مخنیوی او د توکو ګمرکي پروسه لا اسانه شي.

