د کورنیو چارو وزارت چارواکو په پکتیا کې له خبریالانو سره ناسته وکړه

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده او د وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي مسوولینو، د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو او خبریالانو سره ګډه ناسته وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د ملي یووالي، هېوادني ثبات او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې د رسنیو پر مسوولانه او رښتیني رول ټینګار وشو.

سرچینه زیاتوي، د وزارت چارواکو د رسنیو له استازو سره د دوامدارې همغږۍ او هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او د مسلکي رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا