د کډوالو راستنېدو سره د هېواد نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو لویه د راستنېدو څپه بلل کېږي.

یاد راپورونه وایي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، او په ۲۰۲۶ کال کې هم په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۶۰۰ زره نور راستنېدلي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې به شاوخوا ۲.۷ میلیونه نور کسان هم هېواد ته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وایي، راستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي او د خوړو، سرپناه، روغتیا او کارموندنې له سخت کمښت سره مخامخ دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د مرستو کچه لوړه نه شي، دا بهیر کولی شي په افغانستان کې د بشري بحران کچه نوره هم لوړه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا