ذبیحالله مجاهد: د لوېدیځ فرمایشونه نه منو

د افغانستان اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو د غونډې د وروستۍ اعلامیې په اړه ویلي، اسلامي امارت هغه سپارښتنې نه مني چې د ده په وینا د لوېدیځو ارزښتونو تر اغېز لاندې د ځینو سازمانونو له لوري وړاندې کېږي.
مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت خپلې پرېکړې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ کوي او په همدې چوکاټ کې خپلو تګلارو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت د متقابل درناوي او رغنده تعامل ملاتړ کوي، خو هغه څرګندونې او سپارښتنې د منلو وړ نه ګڼي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو له اصولو سره په ټکر کې وي.

