راشد خان او عظمت‌الله عمرزي نړیوال لومړي مقامونه وساتل

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې په څو برخو کې د نړۍ لومړي مقامونه خپل کړي دي.

راشد خان ارمان د یو ورځنیو او شل‌اوریزو سیالیو په درجه‌بندۍ کې د نړۍ د مخکښ توپ‌اچوونکي په توګه خپل لومړی مقام ساتلی دی.

په ورته مهال، عظمت‌الله عمرزي د یو ورځنیو سیالیو د ټولو اړخیزو لوبغاړو په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دا لاسته راوړنې داسې مهال دي چې د افغانستان ملي لوبډله سبا له بنګله‌دېش سره خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا