راشد خان او عظمت‌الله عمرزي په نړیواله درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه وساتل

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان او عظمت‌الله عمرزي د پنځوس اوریزو سیالیو په تازه درجه‌بندۍ کې خپلې لومړۍ درجې ساتلې دي.

راشد خان د ۷۱۴ امتیازونو په لرلو سره لا هم د نړۍ د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره توپ‌اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای لري.

د پاکستان ابرار احمد ۶۷۵ امتیازونو سره دویم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج ۶۶۷ امتیازونو سره درېیم ځای لري.

په ورته وخت کې، عظمت‌الله عمرزي ۳۳۷ امتیازونو سره د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره هر اړخیزو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی مقام ساتلی دی.

په دې توګه، افغانستان په دوو بېلابېلو برخو کې د نړۍ لومړي مقام لرونکي لوبغاړي لري.

له عمرزي وروسته، د زیمبابوې سکندر رضا او د بنګله‌دېش مهدي حسن میراز په دویم او درېیم ځای کې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا