راشد خان د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشد خان د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو خونړیو سېلابونو او طوفان له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

راشد خان په خپل پیغام کې ویلي چې دغې طبیعي پېښې ګڼو هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. هغه د مړو شویو کسانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړی، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا او بې‌درکه شویو کسانو ته یې د ژر موندل کېدو دعا کړې ده.

نوموړي همداراز له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو، خیریه موسسو او ټولو توان لرونکو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د نورستان له سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او د خوراکي توکو، درملو، سرپناه او نورو اړینو اړتیاوو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

راشد خان ټینګار کړی چې په داسې سختو شرایطو کې له زیانمنو هېوادوالو سره همدردي او عملي مرسته ملي او انساني مسؤولیت دی، او هیله یې څرګنده کړې چې د ګډو هڅو په وسیله به د دې طبیعي ناورین اغېزې راکمې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا