روبیو او مېرمن یې له تاج‌محل څخه لیدنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند د سفر په جریان کې د اګرا ښار له تاریخي تاج‌محل څخه لیدنه کړې؛ هغه مشهوره ودانۍ چې د هند له مهمو ګرځندوی جاذبو څخه ګڼل کېږي.

رسنیو راپور ورکړی چې مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ له خپلې مېرمنې سره یوځای تاج‌محل ته ورغلی او هلته یې لیدنه ترسره کړې ده. نوموړی په داسې حال کې دې تاریخي ځای ته تللی چې د سفر اصلي هدف یې د نوي ډيلي او واشنګټن ترمنځ د سیاسي اړیکو او همکارۍ پراخول بلل کېږي.

تاج‌محل چې د اګرا ښار کې موقعیت لري، د نړۍ له تر ټولو پېژندل شوو تاریخي ودانیو څخه شمېرل کېږي او هر کال میلیونونه سیلانیان ورته ورځي.

د راپورونو له مخې، هندي چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د حضور پر مهال په دې سیمه کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو.

روبیو د هند سفر په داسې وخت کې ترسره کړی چې واشنګټن هڅه کوي له نوي ډيلي سره خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

تاج‌محل په اوولسمه پېړۍ کې د مغلي واکمن شاه جهان په امر جوړ شوی دی. دغه سپین مرمري بنای د هغه د مېرمن ممتاز محل په یاد جوړ شوی او اوس د هند له مهمو کلتوري او تاریخي سمبولونو څخه شمېرل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا