روبیو هند ته سفر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د واشنګټن او نوې ډیلي ترمنځ اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه هند ته سفر کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو نن د هند کلکتې ښار ته له رسېدو وروسته د «مدر ټریسا» له‌خوا د جوړې شوې خیریه او مذهبي ادارې له مرکزي دفتر څخه هم لیدنه کړې ده.

ټاکل شوې نوموړی د خپل سفر پر مهال په نوې ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

راپورونه ښيي، دواړه لوري به د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا، سیمه‌ییزو تحولاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو بحث وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د ډونالډ ټرمپ د تعرفو پالیسۍ او همداراز د واشنګټن له‌خوا له پاکستان او چین سره د اړیکو د بیا پراختیا له امله له ځینو ننګونو او حساس پړاوونو سره مخ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا