روسي شرکت په افغانستان کې د برېښنا فابریکو بیارغونې ته لېوالتیا ښودلې

د روسیې «پاور مشینز» تخنیکي شرکت مسوولینو په افغانستان کې د برېښنا تولیدي فابریکو پر اساسي بیارغونې، تجهیزاتو نوي کولو او ظرفیت لوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا عبدالحق همکار له یاد روسي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد د برېښنا تولیدي فابریکو د بیارغونې او پراختیا په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او شته اسانتیاوو خبرې کړې دي.
همکار ویلي، افغانستان برېښنا شرکت چمتو دی چې د تولیدي فابریکو د تخنیکي ارزونې په برخه کې له «پاور مشینز» شرکت سره لازمې همکارۍ وکړي.
په ورته مهال، د دغه شرکت د سوداګرۍ برخې مسوول دینیس روداکوف ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولیدي فابریکو لومړنۍ تخنیکي ارزونه ترسره کړي، څو د بیارغونې، تجهیزاتو نوي کولو او تولیدي ظرفیت لوړولو لپاره خپلې طرحې چمتو کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د برېښنا یو شمېر تولیدي فابریکې فعالې دي او په وروستیو کلونو کې یې د تولید ظرفیت لوړولو او تجهیزاتو نوي کولو لپاره هم یو شمېر اقدامات شوي دي.

